د توره بوړه محاذ په اړه
دتوره بوړه ويب پاڼې دمقالوڅانګي ته ښه راغلاست
عربي فارسي انګليسي
ليکنه
موضوع
دنشرنېټه
مولوي عبدالغفورپېروز
2010.02.2
ليکوال ديوې ټولنې دهيلو،ارادو،اهدافواوپيغام ترجمان ،دبيان ژبه،دليدلوری دکتوسترګې،دبل اوخپل داوازونواورېدوونکی،دپرمختګ مخکښ،دنوښت سرلاری اوديوه راڼه سباپه افق کي دلمرينوپلوشويوزرين څرک دی،خوکه ليکوال خپل مسئوليت ونه پېژني،دخپلې ټولنې معنوي ابعاددرک نه کړي،حريص شي،دنوم او شهرت په لټه کي شي اودتعقل له چوکاټه په وتوهغه اندورسره پيداشي چي يوهوښيارانسان ړوندوي نوبيا ليکوال يوه داسي بلاده چي دسارې ناروغيوپه څېرهرڅه ته صدمه رسوي اودټولنې اساسات داسي لړزوي چي ټينګول یې بيايوسخت بلکه ناشونی کاردی . سره له دې چي پښتنه ټولنه دژوندپه هراړخ کي پا تي اودنړۍ له نوروټولنوسره په هيڅ شي په ځانګړي ډول په علمي ډګرکي سيالي نه شي کولای،خوپه دې وروستيو څوکلونوکي دحوادثوله توپان سره سره دپښتوژبې علمي ډ ګرتودشوی اوډېروهڅه کړې چي په دې ميدان کي دخپل قسمت نيلی وازمويي، خودخواشينۍ ځای دادی چي زموږدټولنې ډېری ليکوالان پرداسي موضوعاتو ليکنې کوي چي اصلاًپه ږغېدونه ارزي په تېره بياداچي دهغوپه اړه قلم اوچت کړل شي په اړه یې علمي تحقيق وشي اوبيادرسنيوپه وسيله لوستوونکوته ورسول شي .
دمسلمانوپښتنوبله لويه تېروتنه داده چي ډېری یې داسلامي عقیدې،احکامو،نبوي تاريخ،اسلامي تاريخ، اسلامي پوهانو،اديبانو،رښتنواسلامي شاعرانو،نوښتګرو،حديث پوهانو،فقهي څېړوونکو، مفسرينو،تاريخ پوهانو،سياسي ماهرينو،انقادانو،سياحانواوبېلابېلوعلمي اوفني پوهانوپه اړه ياخوهيڅ مالومات نه لري اویاډېرکم وي .
پرهمدې بناله څه استثناء پرته ټولوپښتنوليکوالانوته په ډېرتاکيداوخوراعجزبلنه ورکوم چي راځئ نوردغرب اوشرق دليکوالانو، سياست پوهانواونوروبېلابېلومسلکي ماهرينودفکرونواواندونو دڅېړنوپرځای داسلامي نړۍ دتېراواوسني تاريخ په پراخه اوروښانه غېږکي دمسلمانانودژوندپرهره څانګه لېکنې وکړو،شعر،مقاله،شننه،هنري ټوټې،طنز،ټوکي،لطيفې اوڅېړنې هرڅه مواسلامي کړو. په خپلو ليکنوکي داستنادلپاره داسلامي نړۍ په پراخه غېږکي له شته سرچينوګټه واخلو،استنادپرې وکړواوپرې ووياړوزه دانه وايم چي دنورونظريات دې نه څېړل کېږي،نه دي استنادپرې نيول کېږي اونه دي په ليکنوکي ورته اشاره کېږي زماهدف دادی چي موږبايدډېره تکيه پرخپلوسرچينووکړونه پر پرديو،پردۍ سرچينې ته بايديوازي دتابع اوتائيدپه توګه اشاره وشي نه داصلي ماخذپه حيث داډول تېروتنې نه يوازي دعامو ليکوالانوپه ليکنوکي ترسترګوکېږي،بلکه دهغوليکوالانوليکنې هم ترې خالي نه دي چي ځانونه نسبت نوروته داسلامي مفکورې خاوندان ګڼي .
بيرته شاته
دتوره بوړه نشراتي ارګان له خپرونو څخه
ساحل نبي خيل
دبريښناليک پته : Copyright @2006 torabora_11@yahoo.com torabora_1@hotmail.com