الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:
منافقت يولوی اوهلاکوونکی مرض دی که په چاکي پيداسي نودهغه په
بربادۍ اوتباهۍ کي بياڅه شک نه شته داچي ولي په
منافقانواودکمزوري يقين خلکوکي منافقت راځي ددې څه لاملونه دي
که څوک له هغوځان وساتي نوان شاءالله له منافقت څخه به خوندي
شي هغه دادي :
دايمان مثال همداسي دی فايده مندعلم صالح عمل ته
اړتيالري که یې څوک دغسي پرېږدي دمادې په چمتوکولوکي یې هلې
ځلې نه کوي نورڼابه یې ختمه اوځای به ئې منافقت ونيسي .
دې مثال ته قرآن کريم هم اشاره کړې ده الله تعالی فرمايي
:(مثلهم کمثل الذي استوقدنارافلمااضائت ماحوله ذهب الله بنورهم
وترکهم في ظلمات لايبصرون)ددې منافقانومثال دهغه چاپه څېردی چي
اوریې بل کړکله چي اورخپله شاوخوروښانه کړه،الله پاک ددوئ
اورختم کړاودوئ یې په داسي تياروکي پرېښودل چي لاره یې نه شوای
ليدلای .
منافقانوپه لومړي سرکي په ښکاره ايمان راوړخوبيایې
دهغه ايمان صحيح مراعت ونه کړچي په ترڅ کي یې رڼا ختمه
اوسوزېدل يې پاتي شول،نودايمان دخاوندلپاره ضروري ده که غواړي
چي دايمان څراغ يې بل واوسي دعلم نافع اونېک عمل کوشش
بايدوکړي،که څوک دې ته فکرنه کوي نوايمان يې نه شي ورسره پاتي
کېدلای .
2. دايمان مثال ديوې شنې ونې په څېردی چي هغه
مېوه،ګلان،بېخ،ښاخونه اوخوندوربوئ لري،ددې ونې اصل اوبېخ
صفاساتل،له هغه وښویې خوندي ساتل چي ونې ته تاوان رسوي ، ددې
وني هروخت اوبه کول اوله غلوڅخه یې ساتل داکارونه به یې مالک
کوي بيابه له خپلې ونې څخه فائده اخلي . ايمان هم داغواړي چي
دوحې په اوبو،دکتاب اوسنت په حکمت اودعمل صالح په اوبوسره به
یې خړوبه کوي له شبهاتو،بدعاتواوګناهونوڅخه به یې په توبه نصوح
سره څارنه کوي اوله افراط اوتفريط څخه به یې مهذبه کوي بيابه
ايمان هم د انسان سره پاتي شي اوهم به په اخرت کي فائده
ورکړي، که داسي نه وي نوبياددې ونې وچېدل اوکمزوري کېدل
دوښوتروچېدواوکمزوره کېدو ډېرژراويقيني دي ددې کارلپاره دالله
جل جلاله (دذات اوصفاتو) پېژندل ډيرضروري اواړين دي .
3. مؤمن به تل دالله جل جلاله په ذکرکي مشغول اوسي،په
هيڅ حالت کي به له الله جل جلاله څخه نه غافله کېږي که ئې زړه
بيداروي اوکه نه چي کله دی همېشه دالله جل جلاله داحکاموپه
عملي کولوبوخت وي نوپه داسي حال کي نفاق دده زړه ته لاره نه شي
پيداکولای .
ددې برخلاف منافق داسي وي چي کله که لږرڼاورته پيداشي نوعمل
کوي که نوي نوپروا نه لري،نوپه دې وخت کي دده زړه ته نفاق
لارپيداکوي اوپه داسي ډول ورننوزي چي ده ته يې احساس نه کيږي
تردې چي منافقت یې په زړه کي محکم اوکلک شي هغه وخت یې
اثاراونښانې څرګندې شي .
دده عمل اودالله يادول دوام نه لري بلکه چي کله خلګ په يوځای
کي شتون لري دی هم عبادت کوي که خلک نه وي غافل وي،ددې په
نتيجه کي چي له الله تعالی څخه حيااوشرم نه لري، عبادت
دمخلوق په وجه کوي په زړه کي یې دسزاپه ډول منافقت ننوزي .
الله پاک دي موږ ټولوته توفيق راکړي چي له هغوکاروځان وساتوچي
دانسان دمنافقت سبب ګرځي .