سیمې ته دنبي
علیه السلام له رسېداڅوورځې مخته هغه قافله له سیمې کوچېدلې وه
خونبي علیه السلام دجمادي الثاني دمیاشتې څوورځې لاهم هلته
تېرې کړې اوله بني مدلج سره له معاهدې(دصلح له تړون) وروسته
پرته له کوم جنګ جګړې مدینې منورې ته راستون شو.
دنوموړې
معاهدې الفاظ په دې ډول دي :(بسم الله الرحمن الرحیم هذاکتاب
من محمدرسول الله لبني ضمره بانهم آمنون علی اموالهم وانفسهم
وان لهم النصرعلی من رامهم ان لایحاربوافي دین الله مابل
بحرصوفة وان النبي اذدعاهم لنصره اجابوه علیهم بذالک ذمة
اللهِ وذمة رسوله ولهم النصرعلی من برواتقی)
ترجمه :"
دډېرمهربان اورحم کونکي الله په نامه .دادمحمدرسوالله
لخوایولیک دی وبني ضمره ته چي ددوئ ځانونه اومالونه به په امن
وي اوڅوک چي له دوئ سره جګړه کوي دهغه په وړاندي دوئ دمرستې حق
لري په دې شرط چي بنوضمره به دالله (جل جلاله)په دین کښي کوم
خنډنه پېښوي ترڅو چي سمندروړۍلنده وي(یعني داشرط به دتل لپاره
وي) اوکله چي نبي(علیه السلام) دوئ خپلې مرستې ته راوبولي دوئ
به راځي،داددوئ پرذمه دالله(جل جلاله) اودهغه درسول(صلی الله
علیه وسلم) وعده ده اوله دوئ چي څوک نیک اوپرهېزګاروي دهغه به
مرسته کیږي ."
دسیرت علماء
کرام په دې کښي اختلاف لري چي په یادوشویوغزاګانوکښي کومه یوه
یې ړومبۍوه خودسیرت امام محمدابن اسحاق پورتنی ترتیب راوړی چي
امام بخاري اوحافظ ابن الحجرعسقلاني هم غوره کړی دی
همدرازپردې ټکي اختلاف دی چي مخکنی درې سریې دهجرت په دویم کال
دابواء ترغزاوروسته شوې اوکه په لومړي کال ترټولوغزاګانومخکي
شوې خوورووستۍخبره دډېروعلماوو ده چي علامه زرقاني،حافظ ابن
القیم اوعلامه قسطلاني غوره کړي ده اوموږیې دلته رعایت وکړ.
دسفوان
غزا(غزوه بدراولی) :
کله چي نبي
علیه السلام له دعشیره له غزراستون شولس ورځې وروسته کرزبن
جابرفهري دمدینې پرورشویرغل وکړاودخلکواوښان اوپسونه یې له ځان
سره یوړل،ددې خبرله اورېداسره سم نبي علیه دهغه په تعقیبولوپسې
دسفوان ترسیمې ولاړچي بدرته نزدې پرته ده خوڅرنګه چي کرزبن
جابرله هغه ځایه هم تېرشوی وونبي علیه السلام بېرته مدینې ته
راستون شو.
څرنګه چي
سفوان بدرته نزدې ځای دی ځکه دې غزاته بدرصغری یابدراولی ویل
کیږي اوددې غزاپرمهال نبي علیه السلام زیدبن حارثه رضي الله
عنه پرمدینه باندي خپل ځای ناستی پرېیښی وو.
کرزبن
جابردقریشوله مشرانوڅخه ووچي وروسته په اسلام مشرف شواودهغه
ګروف امیرهم دی وو چي نبي علیه السلام په عرنینوپسې لیږلی
وواودی دمکې په فتحه کښي شهیدشو.
دعبدالله بن
جحش رضي الله عنه سریه :
دسفوان له
غزاوروسته ددویم هجري کال په رجب کښي رسول الله صلی الله علیه
وسلم عبدالله بن جحش ر ضي الله عنه دمکې اوطائف ترمنځ دنخله
مقام ته ولیږل اویوولس تنه صحابه کرام یې ورسره کړل چي نومونه
یې دادي :
(۱) ابوحذیفه
بن عتبه(۲)عکاشه بن محصن(۳)عتبه بن غزوان(۴)سعدبن ابي
وقاص(۵)عامربن ربیعه(۶) وافدبن عبدالله(۷)خالدبن بکیر(۸)سهل بن
بیضاء(۹)عامربن ایاس(۱۰)مقدادبن عمر (۱۱)صفوان بن بیضاء
او(۱۲)خپله دګروف امیرعبدالله بن جحش وو - رضي الله عنهم
اجمعین .
له سعدبن ابي
وقاص رضي الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه
وسلم اراده وکړه چي موږپه یوه سریه کښي ولیږي نویې وویل :"زه
به داسي یوامیرپرتاسومقررکړم چي پرلوږه اوتنده ترتاسو ټولوډېر
صابروي " بیایې عبدالله بن جحش ر ضي الله عنه زموږامیروټاکه چي
په اسلام کښي لومړنی امیروو.
په معجم
طبراني کښي په حسن سندسره له جندب بجلي رضي الله عنه څخه روایت
دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم کله عبدالله بن جحش روان
کړهغه ته یې یولیک ورکړاوامریې ورته وکړ" ترڅو چي مودوې ورځې
مزل کړی نه وي ترهغوبه دالیک نه ګورې له دوې ورځې ومزل وروسته
به یې وګورې اوڅه چي پکښي لیکلي دي په هغه به عمل وکړې اوله
خپلوملګریوڅخه یوهم مه مجبوره وه ."
هغه چي له دوې
ورځې مزل وروسته لیک وکوت پکښي لیکلي وو:"تاسوبه سېده ولاړشئ
ترڅوچي ،دمکې اوطائف تر منځ دنخله په سیمه کښي به
واړوئ،دقریشوانتظاربه کوئ اودهغوخبرونه به ځانته معلوموئ ."
عبدالله بن جحش ر ضي الله عنه لیک ولوست،(سمعًاوطاعةً)یې وویل
یعني واموورېدله اوومومنله بیایې خپلوملګریوته هغه واوراوه
اودایې هم ورته وویل زه تاسویوهم نه مجبوروم دچاچي شهادت خوښ
وي هغه دې زماملتیاوکړي .خوټولوپه خوشاله زړه دده
ملګرتیاومنله په لاره کښي دسعدر ر ضي الله عنه اوعتبه ر ضي
الله عنه اوښ ورک شواو په لټه کښي یې دوئ هم له خپلوملګریوورک
شول .اوپاته نورصحابه کرام نخله ته ورسېدل اوهلته یې واړول .
په اسلام کښي
لومړی غنیمت :
درجب المرجب
دمیاشتې [چي وژنه پکښې حرامه وه]اخيري نېټه وه دمکې والویوه
قافله له شام څخه مکې ته روانه وه چي په نخله کښي
ناستوغازیانوپه دې اشتباه چي دشعبان اوله ده ورباندي بریدوکړ
په دې برېدکښي واقدبن عبدالله ر ضي الله عنه دقافلې
پرمشرعمروالحضرمي باندي یوغشی وویشت اوهغه یې وواژه،دهغه له
مړینې سره سم دقافلې خلک وارخطااوپه منډه شول اودقافلې ټول
سامانونه اووسائل داسلامي غازیانولاسته ولوېدل
همدارازغازیانوعثمان بن عبدالله اوحکم کیسان ژوندي
ونیول،دامهال که څه هم دغنیمت په ا ړه اسماني حکم معلوم نه
ووخوعبدالله بن جحش ر ضي الله عنه یوازې دخپل اجتهادله مخې
دهغه څلوربرخې پرغازیانوووېشلې اوپنځمه برخه یې رسول الله صلی
الله علیه وسلم ته وساتله کله چي مدینې ته ورسېدل رسول الله
صلی الله علیه وسلم یې دپېښې له کفیت څخه خبرکړنو رسول الله
صلی الله علیه وسلم وویل :"څرنګه چي تاسوته درجب په میاشت کښي
دجنګ کولوامرشوې نه ووځکه نوترڅوچي وحې نازله شوې نه وي دغنیمت
مال اوبندیان خوندي وساتئ ."
په دې سره
عبدالله ابن جحش ر ضي الله عنه اودهغه ملګرې ډېر پښېمانه شول
اوله بل پلوه مشرکانو اویهودوداتبلیغات پیل کړل چي محمد(صلی
الله علیه وسلم) اودهغه ملګروپه حرامومیاشتوکښي وینه تویه کړه
خوکله چي دالله جل جلاله له لورې داوحې نازلې شوې نوداستونزه
له بینه ولاړه :